کله چې ناروغان شئ باید څه وکړئ

په هر استقبالیه مرکز او پروسس سنټر کې متخصص ډاکټران (طبی- مرستې) شته. که دارو خورئ، امیندواره یاست، د ناروغتیا احساس کوئ یا د روغتیا په اړه پوښتنې لرئ نو هغوي ته ځان ورسوئ. دغه متخصصین به ستاسو درملنه وکړي، او که چیري اړتیا وی نو ډاکټر یا روغتون ته به مو راجع کړي.

که طبې مرستې یا (طبی- مرستې) بند وی، د خدماتو یا امنیت کارکوونکو ته خبر ورکړئ.

ستاسو د روغتیا په اړه پوښتنې او د ناروغیو په اړه معلومات به په محرم ډول وساتل شي.

د ټکر یا حادثې په صورت کې هم لومړۍ طبې مرستو ته ولاړ شئ. یواځې په بیړنیو حالاتو کې مستقیما روغتون ته ولاړ شئ.

Icon_Medic_Help.png

که تاسو یا ستاسو ماشوم د ناروغتیا احساس کوي او یا د روغتیا په اړه پوښتنه لرئ نو طبې-مرستې ته ولاړ شئ.

 

د پناه غوښتنې په نورو سنټرونو کې روغتیا پالنه

د روغتیا په اړه د پښتنو لپاره په هر استقبالیه مرکز کې کسان شته. تفصیلي معلومات په ویب پاڼه کې ترلاسه کولی شئ.