Medic-Help Asyl
  • کله چې ناروغان شئ باید څه وکړئ
    علامې
    ناروغیانې
    صحتمند پاتی کیدل
    په سویس کې طبی پاملرنه
    د شمولیت معلومات
    icon-sprache.png
    • English
    • Deutsch
    • Français
    • Italiano
    • Shqip (Albanisch)
    • Bamanakan (Bambara)
    • Fulani
    • Igbo
    • Hrvatski (Kroatisch)
    • Kurmancî
    • Lingala
    • Mandinŋo (Mandinka)
    • Português (Portugiesisch)
    • Română (Rumänisch)
    • Soomaali
    • Español
    • Kiswahili
    • Türkçe (Türkisch)
    • Twi
    • Wolof
    • العربية (al-Arabiya)
    • کوردی (Badini)
    • درى (Dari)
    • فارسى (Farsi)
    • پشتو (Paschtun)
    • پنجابی (Punjabi)
    • کوردیی ناوەڕاست (Sorani)
    • اردو (Urdu)
    • български (Bulgarisch)
    • Монгол (Mongolisch)
    • Українська (Ukrainisch)
    • русский (Russisch)
    • Հայերեն (Armenisch)
    • አማርኛ (Amharisch)
    • ትግርኛ (Tigrinnya)
    • ქართული (Georgian)
    • தமிழ் (Tamil)
    • བོད་སྐད (Tibetisch)
  • Für Betreuende:

  • قانونې خبرتیا او اړیکه

    په: جنوری 2018

  • علامې
  • ټوخی
  • تبه
  • خوب کې خوله کیدل
  • د پوستکې خارښت او دانه کۍ
  • خلاص زخمونه
  • اسهال
  • کانګې
  • د بی خوبۍ ستونزي، ډار او درد
  • نوري علامې
Beschwerden.png

دلته مونږ د تر ټولو مهمو ساری نارغیو د نښو یا علامو په اړه معلومات وړاندي کوو. ډیره مهمه ده چې باید ژر تر ژره يي درملنه وکړئ دا کار ستاسو روغتیا ساتي او نور خلک له اخته کیدو ژغورل کیږي.

Icon_Medic_Help.png

که د ناروغۍ کومه نښه یا علامه لرئ یا ښه احساس نه کوئ، نو طبې-مرستې سره په اړیکه کې شئ.

Husten.png

ټوخې د مختلو ناروغیو علامه کیدلی شي. زیاتره وخت په یخ پوري تړلی وی. کله کله د یو ساري ناروغۍ علامه هم کیدلی شي.

Icon_Medic_Help.png

که چیري له دوامداره یا کلک ټوخی څخه رنځ وړۍ، یا اوږد مهال ټوخۍ لرئ یا له ټوخي سره بلغم لري نو طبې-مرستې ته ولاړ شئ.

ټوخی د مختلو ناروغیو علامه کیدلی شي. د لاندي نارغیو علامه کیدلی شي:

تبرکلوز

شری

Fieber.png

که د بدن د حرارت درجه له نورمال حالت څخه زیاته وی، تبه بلل کیږي. د مختلفو ناروغیو نښه یا علامه کیدلی شي.

Icon_Medic_Help.png

که تبه لرئ، نو طبې-مرستې ته ولاړ شئ.

Icon_Medic_Help.png

که ماشوم مو تبه لرئ، نو چټګ ګام واخلئ او طبې-مرستې ته ولاړ شئ.

Icon_Trinken.png

په کافې اندازه اوبه یا چاي و څکئ او له درندو فزیکې کارونو څخه ډډه وکړئ.

تبه د مختلفو ناروغیو نښه یا علامه کیدلی شي. د لاندي نارغیو علامه کیدلی شي:

تبرکلوز

چیچک

شری

Nachtschweiss.png

د اوړي په ګرمو شپو کې خوله کیدل عادی خبره ده. د خونې یا اطاق د بې حده ګرمښت له کبله هم خوله منځته راځې. خو که چیري، د خونې په عادی درجه حرارت کې ډیر زیات خولی کیږئ، نو د ساری ناروغۍ نښه یا علامه کیدلی شي.

Icon_Medic_Help.png

که د شپې له خوله کیدو سره تبه هم لرئ او وزن مو هم کمیږي، نو طبی-مرستې ته ولاړ شئ.

د شپې خولې کیدل د مختلفو ناروغیو نښه یا علامه کیدلی شي. د لاندي نارغیو علامه کیدلی شي:

تبرکلوز

Hautauschlag.png

د پستکې د دانه کیو په صورت کې، سري دانه کۍ یا پوکڼې په پوستکې تر سترګو کیږي، یا پوستکۍ ډیر وچیږي او پوستکئ اچوي، یا ډیر خارښت کوی. دا هم د یوی ساری ناروغۍ نښه یا علامه کیدلی شي.

Icon_Medic_Help.png

که د پوستکې دانه کۍ یا خارښت لرئ، نو طبې-مرستي ته ولاړ شئ.

د پوستکې دانه کۍ او خارښت د مختلفو ناروغیو نښه یا علامه کیدلی شي. د لاندي نارغیو علامه کیدلی شي:

سکابې

چیچک

شری

Offene_Hautwunden.png

پری شوي، ګریدلی، یا چیل شوي ځایونه پوستکۍ زخمې کولی شی او د خلاصو زخمونو لامل ګرځې. هغه زخمونه چې نه ښه کیږي، ځانګړي پاملرنې ته اړتیا لري.

Icon_Medic_Help.png

که په پوستکې باندي خلاص زخمونه لرئ، نو طبې-مرستې ته ولاړ شئ.

خلاص زخمونه اکثره وخت د ټپې کیدو له امله پیدا کیږي. که چیري په سمه توګه نه ښه کیږي، نو د لاندي ناروغیو نښه کیدلی شي:

ډیفټریا

Durchfall.png

که چیري په ورځ کې دری ځله تشناب ته ځئ، یا مو بولې ډیري اوبلنې وي، نو اسهال بلل کیږي. دا د یوی ساري ناروغۍ نښه یا علامه کیدلی شي.

Icon_Medic_Help.png

که اسهال یاست نو طبې-مرستې ته ولاړ شئ.

Icon_Trinken.png

په دمه دمه اوبه او چاي په کافې اندازه وڅکئ.

Icon_Haende_waschen.png

د دی لپاره چې نور خلک پری اخته نشي نو خپل لاسونه په صابون ووینځئ.

اسهال د مختلفو ناروغیو نښه یا علامه بلل کیږي. د لاندي نارغیو علامه کیدلی شي:

نس ناسته یا اسهال

Erbrechen.png

کانګې د مختلفو ناروغیو نښه یا علامه کیدلی شي. کانګې د ساری ناروغۍ نښه یا علامه هم کیدلی شي.

Icon_Medic_Help.png

که کانګې کوئ، نو طبې-مرستې ته ولاړ شئ.

Icon_Trinken.png

په دمه دمه اوبه او چاي په کافې اندازه وڅکئ.

Icon_Haende_waschen.png

د دی لپاره چې نور خلک پری اخته نشي نو خپل لاسونه په صابون ووینځئ.

کانګې د مختلفو ناروغیو نښه یا علامه کیدلی شي. د لاندي نارغیو علامه کیدلی شي:

نس ناسته یا اسهال

Schlechter_Schlaf.png

که په ویده کیدو کې څو شپې په مسلسل ډول د ستونزي سره مخ شوئ یا بغیر له کوم دلیله ویریږئ، دا د ذهنې ناروغۍ نښه یا علامه ده. که ښکاره دلیل نه وی، او درد لرئ نو بیا هم د ذهنې ناروغۍ علامه ده.

Icon_Medic_Help.png

که سم خوب نه درځې یا بغیر له کوم دلیل څخه درد لرئ، نو د طبې-مرستې سره اړیکه ټینګه کړئ.

په ویده کیدو کې ستونزه، بې دلیله ډار یا بی دلیله درد، د مختلفو ناروغیو نښه یا علامه کیدلی شي. دا هم د لاندي نارغیو علامه کیدلی شي

احساساتی / ذهنې ستونزه

Weitere_Beschwerden_w.png

په دی پاڼه کې تاسو د تر ټولو مهمو ساری ناروغیو په اړه معلومات تر لاسه کولی شي.

په حقیقت کې، ډیري نوري علامې هم شته. که د ناروغتیا احساس کوئ او یا د روغتیا په اړه پوښتنه لرئ، نو طبې-مرستې ته ولاړ شئ.

BAG-Logo-de EDI_BAG_e_RGB_pos_hoch.png
Datenschutzerklärung