ناروغیانې

آیا د اوږدی مودي لپاره د کومې ناروغۍ څخه رنځ وړئ؟ آیا په دوامداره توګه دارو خورئ؟ آیا په خپل اصلی هیواد کې مو د ناروغیو درملنه کړي، یا هغه وخت چې هیواد مو پریښوده؟

Icon_Medic_Help.png

طبې-مرستې ته ولاړ شئ او خپلې ستونزې ورته ووایاست.

ځنې ناروغۍ ساری وی. دا په دی معنې چې دغه ناروغې له یو کس څخه بل ته انتقالیدلی شي. دا د هوا، ناپاکو لاسونو، وینې یا جنسې رابطو، له کانګو، او مستقیمو رابطو پوسیله انتقالیدلی شي.

Icon_Medic_Help.png

که دغه نښې یا علامې لرئ نو له طبی-مرستې سره په اړیکه کې شئ. په دی سره تاسو خپل ځان او شااوخوا خلک له ناروغیو ژغورلی شئ.

ګونوریا، هیپس، سیفیلس یا چلیمیډیا ناروغۍ د جنسي اړیکو په دوران کې انتقالیدلی شي.، په تناسلی آله کې ترشحات، خارښت او پړسوب، نه رغیدونکې دانې یا درد د دغو ناروغیو مهم اثرات بلل کیږي. خو کیدای شي، بغیر له کومې علامې یا نښې هم تاسو پري اخته شئ.

Icon_Kondome.png

د جنسې اړیکو پوسیله د انتقالیدونکو ناروغیو څخه ځان وژغورئ. د جنسې اړیکو په وخت کې همیشه کانډوم وکاروئ. دا تاسو له سنټر څخه ترلاسه کولی شئ یا يي په درملتون یا په اکثرو سوپر مارکیټونو کې پیرلی شئ.

Icon_Medic_Help.png

که چیري تاسو د جنسې اړیکو پوسیله د انتقال شوي ناروغۍ نښه یا علامه وینئ، نو طبې-مرستې ته ولاړ شئ.

Icon_Medic_Help.png

که چیري بغیر له کانډوم، د جنسې اړیکو څخه وروسته مطمئین نه یاست چې آیا د جنسې اړیکو پوسیله کومه ناروغې درانتقال شوي او کنه، نو د مشوري لپاره طبې-مرستې ته ولاړ شئ. د نښو یا علامو ښکاره کیدو ته صبر مه کوئ.

HIV هغه وایرس دی چې دفاعی سیسټم کمزورې کوي. دغه وایرس بغیر له کومې نښې یا علامی درلودلی شئ. که درملنه يي ونه کړي، نو دا وایرس ستاسو بدن تر هغې اندازي کمزوزې کوی چې ناروغ شئ. دغه حالت ته ایډز وايي.

دغه وایرس د وینې، له کانډوم پرته د جنسې اړیکو، د کارول شویو پیچکاریو، یا د مور څخه ماشوم ته د امیندوارۍ په وخت کې انتقالیدلی شي. که چیري تاسو دغه وایرس لرئ، نو له نښو یا علامو د ښکاره کیدو پرته هم نور خلک پری اخته کولی شئ.

ایچ ای وی/ایډز درملنه نلري. مګر، درمل وایرس کنترولوی او د اثراتو مخه نیولی شي.

Icon_Kondome.png

د ایچ ای وی/ایډز په مقابل کې ځان خوندي کړئ. د جنسې اړیکو په وخت کې همیشه کانډوم وکاروئ. دا تاسو له سنټر څخه ترلاسه کولی شئ یا يي په درملتون یا په اکثرو سوپر مارکیټونو کې پیرلی شئ.

Icon_Spritze.png

د دی لپاره چې خوندي پاتي شئ، نو د رګ پوسیله د درملو اخستلو لپاره، همیشه پاک او نااستعمال شوې پیچکارۍ وکاروئ.

Icon_Medic_Help.png

که چیري بغیر له کانډوم، د جنسې اړیکو څخه وروسته مطمئین نه یاست چې آیا د جنسې اړیکو پوسیله په ایچ ای وی/ایډر یا کومې بلې ناروغی اخته شوي یاست او کنه، نو د مشوري لپاره طبې-مرستې ته ولاړ شئ د نښو یا علامو ښکاره کیدو ته صبر مه کوئ.

هغه کسان چې تبرکلوز لری لږ تر لږه دری اونۍ توخیږي، تبه لري، د شپي خولې کیږي، یا وزن بایلی. تبرکلوز روغو خلکو ته هغه وخت انتقالیږي کله چې د ناروغو کسانو کښل شوي یا ټوخل شوي هوا، تنفس کړي.

تبرکلوز یو خطرناک مرض دی. خو، که چیري د اخته کیدو په اولو وختونو کې ثابت شی نو وقایه کیدلی شی. وقایه لږ تر لږه شپ میاشتې وخت نیسي.

Icon_Medic_Help.png

که د تبرکلوز کومه علامه لرئ، یا مو د تبرکلوز د له منځه وړلو لپاره پخوا درمل خوړلی وی یا داسي کس سره ناسته پاسته لرئ چې دغه ناروغې لري، نو طبې-مرستې ته ولاړ شئ.

الکهول، مخدره مواد او نور نشه ئي توکې تاسو معتاد کولی شي او ستاسو روغتیا ته ځیان رسولی شي. د مخدره توکو له استعمال څخه ډډه وکړئ.

د وینې له لاري د مخدره توکو د اخستلو له کبله، امراض د وینې له لاري هم انتقالیدلی شي، د مثال په ډول، د استعمال شویو پیچکاریو کارول.

Icon_Spritze.png

که مخدره توکو ته منفی ځواب نشئ ویلی، همیشه پاک او نا استعمال شوي بیچکارۍ وکاروئ ترڅو په رنځ اخته نشئ.

Icon_Medic_Help.png

معتاد کیدل یا روږدي کیدل درملنه لري اواندازه يي کمیدای شي. له طبې-مرستې سره په اړیکه شئ.

دردوونکې تجربې یا تشدد - لکه جنګ، تیښته، سکنجه کیدل او جنسې تیرۍ - د بدن یا دماغ د ناروغیدو سبب ګرځې. د الکهولو له حده زیات استعمال یا په نورو مخدره توکو روږدي کیدل هم رول لری.

هغه کسان چې په مخدره توکو روږدي دی، د ذهنې ستونزو په اړه خبري نشي کولی. ډیره اړینه ده چې دغه ستونزي جدی ونیول شي او د نورو ناروغیو په شان يي درملنه وشي.

د ذهنې ناروغیو احتمالی نښې یا علامی د اوږدي مودی لپاره ښه خوب نه کول ، افسانه ئي خوبونه لیدل، ناڅرګند درد او داسي نورو ستونزو ته شاملی دی.

Icon_Medic_Help.png

د ذهنې ستونزو درملنه کیدلی شي. له طبې-مرستې سره په اړیکه شئ.

چیچک تر ټولو زر خپریدونکې ساری ناروغې ده. په لومړیو کې يي عمومی علایم تبه او رڼې دانه کۍ دی. تاسو کولی شي د واکسین پوسیله له چیچک څخه خپل ځان وژغورئ.

Icon_Medic_Help.png

که تاسو یا ستاسو ماشوم د چیچک نښه یا علامه لرئ، نو طبې-مرستې ته ولاړ شئ.

Icon_Medic_Help.png

که تر اوسه مو چیچک نه وی تیر کړي، نو واکسین وکړئ. طبې-مرستې ته ولاړ شئ.

په شری کې خلک له تبې، سرو سترګو، توخې او سور رنګه دانکیو څخه رنځ وړي. تاسو کولی شي د واکسین پوسیله له شری څخه خپل ځان وژغورئ.

Icon_Medic_Help.png

که تاسو یا ستاسو ماشوم د شری نښه یا علامه لرئ، نو طبې-مرستې ته ولاړ شئ.

Icon_Medic_Help.png

که تر اوسه مو شری نه وی تیر کړي، نو واکسین وکړئ. طبې-مرستې ته ولاړ شئ.

ډیفټریا یو ډول ناروغې ده چې د تنفسي سیستم په پورتنې برخه یا په پوستکې کې پیدا کیږي. ډیفټریا په دوه ډوله ده: د ستونې ډفټریا او د پوستکې ډفټریا.

هغه کسان چې د ستونې ډفټریا لري اکثره د ستونې له درد، تبې او د غذا تیرولو په وخت کې د درد څخه رنځ وړی. د پوستکې د ډیفټریا تر ټولو لویه علامه هغه زخمونه دی چې په ناوړه توګه رغیږي. تاسو کولی شي د واکسین پوسیله له ډیفټریا څخه خپل ځان وژغورئ.

Icon_Medic_Help.png

که تاسو یا ستاسو ماشوم د ډیفټریا نښه یا علامه لرئ، نو طبې-مرستې ته ولاړ شئ.

Icon_Medic_Help.png

که تر اوسه مو شری نه وی تیر کړي، نو واکسین وکړئ. طبې-مرستې ته ولاړ شئ.

سکابې د پوستکې تر ټولو ډیره خپریدونکې ناروغی ده.

دا د یو ډول پرازیت څخه راپیدا کیږي چې خپل ځان پوستکې ته رسوی. پر بدن ډیر زیات خارښت ، دانه کۍ او د پوستکې سوروالی، زیاتره وخت د تناسلی آلې شااوخوا، د ګوتو به منځ کې، په مړوندونو او نورو بندونو، په تخرګونو او د سینو په څوکې کې لیدل کیږي.

دغه ناروغې د دوو کسانو ترمنځ د لمس کیدو پوسیله انتقالیدلی شي.

Icon_Medic_Help.png

که تاسو یا ستاسو ماشوم د ډیفټریا نښه یا علامه لرئ، نو طبې-مرستې ته ولاړ شئ.

د کولمو او نس د التهاب په حالت کې، زړه بدوالۍ، کانګې او اسهال واقع کیږي، چې تبه او نس درد هم ورسره وي. کوم کسان چې په دغه ناروغۍ اخته کیږي، په ډیر لږ وخت کې د بدن ډیري اوبه له لاسه ورکوي.

Icon_Medic_Help.png

که تاسو یا ستاسو ماشوم د اسهال نښه یا علامه لرئ، نو طبې-مرستې ته ولاړ شئ.

Icon_Trinken.png

په دمه دمه اوبه او چاي په کافې اندازه وڅکئ.

Icon_Haende_waschen.png

د دی لپاره چې نور خلک پری اخته نشي نو خپل لاسونه په صابون ووینځئ.

نوری ډیري ناروغۍ هم شته. دلته تاسو د تر ټولو مهمو ساری ناروغیو په اړه معلومات تر لاسه کولی شي.

Icon_Medic_Help.png

حتي که ستاسو د ناروغۍ علایم له ځنو ناروغیو سره سر هم نه خوری، بیا هم طبې-مرستې ته ولاړ شئ.