په سویس کې طبی پاملرنه

په سویس کې هر شخص د طبی پاملرنې حق لري. د پناه غوښتنې په مرکز کې، د ناروغۍ د علایمو په لیدلو یا درک کولو سره سم لومړۍ طبې-مرستې ته ولاړ شئ.

لومړۍ خپل عمومې ډاکټر ته ولاړ شئ

په سویس کې، د ناروغتیا او حادثو په صورت کې ستاسو عمومې ډاکټر ستاسو لومړنۍ د تماس نقطه ده. هغوي ستاسو درملنه کوی، که اړتیا وی نو روغتون یا بل متخصص ته به مو ور وپیژنې.

که چیري عمومې ډاکټر خپل ناروغ په سمه توګه پيژنې او تاریچه يي ورته معلومه وی، نو ښه درملنه يي کولی شي. نو ځکه لومړۍ خپل عمومې ډاکټر سره ګورۍ.

Icon_Medic_Help.png

که د ناروغتیا احساس کوئ، نو په مستقیم ډول روغتون ته مه ځئ، بلکه لومړۍ خپل عمومې ډاکټر ته ولاړ شئ.

Icon_Medic_Help.png

په بیړنیو حالاتو یا د زیږون په وخت کې، مستقیما روغتون ته ولاړ شئ.

د پناه غوښتنې په مرکزونو کې طبې پاملرنه

که د پناه غوښتنې (N permit) لپاره مو درخواست ورکړئ وي، او د خوندیتوب (S) اړتیا وي یا په موقت ډول داخل (F) شوي یاست، نو د کانټونل ادره به ستاسو لپاره د صحې بیمې غم وکړي. که چیري تاسو د اوسیدو اجازه لیک (بی یا سی فرمټ) لرئ، نو د بیمې د پالیسۍ مسئولیت مو خپل دي. بیمه درلودل جبري ده.

ډاکټران او ټول طبې متخصصین محرمیت ته ژمن دي: هغوي اجازه نلري چې دریم ګړې ته، د یو ناروغ په صفت ستاسو معلومات ورکړئ. د دي کار لپاره ستاسو رضایت ته اړتیا لري.