صحتمند پاتی کیدل

که چیري لاندي هدایات تعقیب کړئ، نو تاسو خپل ځان له یو تعداد ساری ناروغیو څخه ژغورلی شي.

4A Haende Waschen

د ساری ناروغیو پر وړاندي تر ټولو آسانه او موثره ځان ساتنه په منظم او سم ډول په صابون باندي د لاسونو وینځل دی. د هر ځل تشناب ته تللو وروسته او د غذا خوړلو مخکې خپل لاسونه ومینځئ.

1D Haende

په منظم ډول حمام واخلۍ او خپل غاښونه په ورځ کې دری ځله ووینځئ.

په منظم ډول حمام اخستل تاسو له ناروغیو څخه ژغوري. که غاښ درد لرئ نو طبې-مرستې سره اړیکه ټینګه کړئ.

4D Impfung

د اکثرو ناروغیو مخنیوي د واکسین پوسیله کیدلی شي. هر څومره چې خلک ډیر واکسین کیږي، لږ په ناروغۍ اخته کیږي.

د سویس د روغتیا مسئولین د لاندي ناروغیو پر وړاندي واکسین تجویز کوی (یو تعداد يي دلته ذکر کوو):

چیچک

شری/ممپس/روبیلا

اسهال/ټیټانوس/پرټوسیس

پولیو

Icon_Medic_Help.png

د مشوري لپاره طبې-مرستې ته ولاړ شئ

4E Geschlechtsverkehr

د ایډز سر بیره، نوري ډیری ناروغۍ شته چې د جنسې اړیکو پوسیله انتقالیدای شي. د کانډوم په کارولو سره تاسو کولی شي خپل ځان په سمه توګه وژغورۍ. ښځینه کانډوم هم شته.

کانډوم تاسو ته په سنټر کې درکول کیږي یا يي په درملتون یا په اکثرو سوپر مارکیټونو کې پیرلی شئ.

4F Drogenkonsum

که د درملو لپاره کارول شوي پیچکارۍ وکاروئ، نو د وینې له لاري په ناروغۍ اخته کیدلی شئ. نو له همدي کبله پاکې او نه کارول شوي پیچکارۍ وکاروئ.

2C Schwangerschaft

که امیندواره یاست نو له طبې-مرستې سره په اړیکه کې شئ. مسلکې داکټر به ستاسو په اړتیاوو خبري وکړي، او دا چې تاسو د ځان لپاره او د خپل ماشوم لپاره څه غواړئ ترڅو صحتمنده پاتې شئ، او هغوي به د یو متخصص ډاکټر سره ستاسو د ملاقات زمینه برابره کړي.

1B Wo Medizinische Hilfe

آیا تاسو خپل ماشومان په طبې-مرستې کې په منظم ډول معیانه کړي. طبې-مرستې تاسو سره د ماشومانو د غذا او پاملرنې د پښتنو په ځوابولو کې هم مرسته کولی شي. په دی ترتیبب ستاسو ماشومان صحتمنده پاتی کیدلی شي او ښه وده کوی.